د دوو تېرو غونډو په دوام د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د ۲۲هېوادونو د استازو او څو سازمانونو په ګډون نن او سبا د قطر په پلازمینه په هتل «رټز کارلټون» کې پیلېږي.
د دوحې د غونډې د پيلېدو له ځای څخه خبریالان وایي چې دا غونډه به د ماښام په ۶بجو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزمري ډېکارلو په کوربتوب پیل شي.
د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د ا.ا پلاوی تېره شپه د غوندې ځای ته رسېدلي دي.
همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا او د افغانستان په چارو کې د اورپایي ټولنې ځانکړی استازی توماس نیکلاسون اعلان کړی چې په دې غونډه کې به شته وي.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغان مېرمنې چې د افغاني ټولنې نیمه برخه جوړوي د یادې غونډې له اجنډا څخه ایستل شوې دي.