نن يکشنبه د چنګاښ ۲۶مه په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د جمهوري نظام د رامنخته کېدو او دغه راز د پخواني واکمن سردار محمد داوود خان له لوري د کودتا له ۴۹مې کليزې سره برابره ده.
سردار محمد داوود خان ټيک ۴۹ کاله وړاندې د يوې کودتا له لارې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه شاهي نظام وپرځوه او پر ځای يې جمهوري نظام رامنځته کړ.
داوود خان چې د وخت په شاهي نظام کې لومړی وزير و، پر محمد ظاهر شاه داسې مهال کودتا وکړه چې پاچا اېټاليې ته په رسمي سفر تللی و.
د نوموړي د کودتا پلويان وايي، چې داوود خان په دې توګه واک له پاچا څخه ولس ته انتقال کړ او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره يې زيات بديلونه رامنځته کړل.
خو مخالفان يې بيا د افغانستان په معاصر سياسي تاريخ کې د سردار محمد داوود خان دا کار د ټولو بدبختيو پيلامه بولي.