د پاکستان امنيتي چارواکو (جمعه، د وږي ٣٠مه) اعلان کړی چې په شمال لوېديځ کې په بېلابېلو بريدونو کې د دغه هېواد لږ تر لږه نهه سرتېري وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، دا بریدونه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي او جنوبي وزیرستان کې شوي چې له افغانستان سره پوله لري.
تر اوسه هېچا یا هېڅ ډلې د دغه خونړي برید مسوولیت نه دی منلی، خو ګومان کېږي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) دغه بریدونه کړي وي.
ټي ټي پي له خیبر پښتونخوا ایالت څخه د خپل مرکز په توګه کار اخلي.
امنيتي چارواکو اعلان کړى، چې د جنوبي وزيرستان په ميشا کلي کې د وسله والو په بريد کې شپږ سرتېري وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
په یو بل برید کې وسله والو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په یوه بیان کې، د پاکستان پوځ دواړه بریدونه – په شمالي او جنوبي وزیرستان کې – تایید کړي خو یوازې په جنوبي وزیرستان کې یې د برید تلفات تایید کړي او په شمالي وزیرستان کې د دویم برید د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.