ځايي چارواکي وایي، د تورخم سرحدي ښارګوټي ته نږدې د خیبر پر لویه لاره نن سهار وختي د ځمکې د ښوویېدو په پېښه کې لږترلږه دوه تنه افغانان مړه شوي او د دې وېره شته چې لسګونه نور به تر خټو لاندې شویو لاریو کې بند پاتې وي.
د خیبر ولسوالۍ د کمېشنر مرستیال عبدالناصرخان رویټرز آژانس ته وویل، تورخم دروازې ته نږدې د ځمکۍ ښویېدنې په دې پېښه کې څه باندې شل لارۍ بشپړې یا یې ځینې برخې تر خټو لاندې پټې شوې دي.
هغه ویلي چې دوه تنه افغانان مړه شوي او ژغورونکي هڅه کوي چې جسدونه یې ومومي.
د هغه په خبره درې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د دې احتمال شته چې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.
په سیمه کې ځمکه له باران سره مله د تالندې او برښنا په نتیجه کې را ښویېدلې.