راپورونه وايي، چې د خيبر پښتوانخوا په ټانک ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي بريدګر له سيمې د پاکستاني پوځيانو تېرېدونکی کاروان په نښه کړی او چاودنه يې پرې کړې ده.
پر يادو ځواکونو دا ځانمرګی بريد پرون دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) د ټانک او وزيرستان پر سړک د «ډبره» په سيمه کې شوی دی.
د پاکستان پوځ په دې اړه تر اوسه رسمي څه نه دي ويلي؛ خو ځايي پوليسو ويلي، چې ځانمرګي بريدګر پاکستاني پوځيان په نښه کړي دي. د وقار احمد په نوم د ټانک پوليسو قومندان رسنيو ته زياته کړې، چې په چاودنه کې يوازې يو ملکي کس وژل شوی او پاکستاني پوځيانو ته په کې زيان نه دی اوښتی.
خو عيني شاهدانو بيا ويلي، چې له چاودنې وروسته د پاکستاني پوځيانو په نښه شوی موټر وېجاړ شوی او په کې سپاره پوځيان وژل شوي دي.
تر اوسه هېڅ کومې وسلهوالې ډلې په ټانک کې د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان د دې پروني ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.
د پښتونخوا په شمول په قبايلي سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان ډله فعاله ده او ډېر کله دغلته پر پاکستاني پوځيانو ورته مرګوني بريدونه کوي.