د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله نه دي توانیدلي چې په دغه هېواد کې له ۱۱ میلیونه زیاتو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
یاد پروګرام زیاته کړې چې په دومره شمېر اړمن افغانان د مې له میاشتې نیولې تر اکټوبر پورې د دوی له مرستو محروم شوي دي.
دغه پرګرام په افغانستان کې د مرستو په موخه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو د اړتیا خبر ورکړی دی.
بلخوا تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) هم په دغه هېواد کې پر شته وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.