د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې فرانسې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د ښې تغذیې لپاره درې میلیونه یورو مرسته کړې ده.
دغه ادارې پرون (چهارشنبې، د لړم ۲۳مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د دې مرستې په ګډون د فرانسې ټوله مرسته شپږ میلیون یورو ته رسېدلې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې مرسته سره به د افغانستان په ابتدایي ښوونځیو کې تر ۱۵ زره ډېر هلکان او نجونې هره ورځ صحي خوراکي توکي ترلاسه کړي.
دې ادارې دا هم ویلي چې څه باندې ۳۵ زره زده کوونکي نباتي غوړي ترلاسه کوي، ترڅو کور ته یې یوسي او د ټولې کورنۍ د تغذیې د ښه والي لامل شي.
د خوړو نړیوال پرګرام ویلي، چې پردې سربېره څه باندې ۶۰زره ماشومان او ۱۰زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې به ځانکړي معدني خواړه تر لاسه کړي.