د خوړو نړیوال پرګرام وايي چې څلور میلیونه شېدې خوړونکي ماشومان او امېندوارې مېرمنې مناسبو خوړو ته د نه لاسرسي له امله په خوارځواکۍ اخته دي.
دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان نه پوهېږي چې د بل څاښت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي.
د خوړو نړیوال پرګرام د روان کال د تلې میاشتې د (خوړو د نړیوالې ورځې) په مناسبت اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۱۵میلیون کسان د بل څاښت ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي.
د یاد سازمان تازه شمېرې ښيي، چې د دغه کسانو شمېر تر نږدې یو میلیون پورې زیات شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره۷۶۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۴میلادي کال کې ۲۳.۷میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
یادې ادارې ویلي چې د مرستو رسولو نړیوال سازمانونه له ۱۷ میلیونه څخه زیات کسان د مرستو لپاره ټاکلي او د هغوی لپاره ۳.۶ میلیارډ ډالر مرستې ته اړتیا لري.