Home » افغانستان » د خوړو نړیوال پروګرام: پروسږ کال مو په افغانستان کې له نیم میلیون زیاتو ښځو سره مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام: پروسږ کال مو په افغانستان کې له نیم میلیون زیاتو ښځو سره مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له نیم میلیون زیاتو ښځینه وو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام نن پنجشنبې د سلواغې ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د افغان مېرمنو په ځان د بساینې لپاره شوې دي.

د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې بندیزونو د ښځو کاري ساحه تنګه کړې ده، خو دوی بیا هم هڅه کوي چې له افغان ښځو سره د نویو وړتیاوو په زده‌کړه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له سیاسي بدلونونو وروسته په هېواد کې د افغان ښځو اقتصادي فعالیتونه محدود شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...