د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې پرګرام لپاره د بودیجي د کمښت خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې په دې کړکېچ کې به ښځینه تر ټولو ډېرې زیانمنې شي.
دې سازمان (یکشنبې، د وږي ۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې افغان مېرمنې کمو لګښتونه سره د ژوند مخته وړلو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: “په افغانستان کې مېرمنې د مرستې لپاره تر ټولو لویه بیه ورکوي، څه باندې یو میلیون ماشومان او میندې د بودیجې د کمښت له امله د خوارځواکۍ مرستو تر لاسه کولو څخه محروم شوي دي.”
پر دې سربېره یو شمېر نړیوالو مرسته کوونکو نهادونو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له دوامدار ګډون او ملاتړ پرته د خطر ترڅنګ به په یو «هېر شوي کړکېچ» بدل شي.
د ملګرو ملتونو بشري اړتیاوو ته د ځواب ورکولو پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۵۲سلنه یې ماشومان او ۲۵ سلنه یې ښځې جوړوي.