د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې ۳۷ زره اړمنو کورنیو چې مجموعي شمیر یې له ۲۶۰ زرو کسانو څخه زیات دی د دغه پروګرام د خوړو د اضطراري مرستو له لارې په افغانستان کې مرستې ترلاسه کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې د ورځې ناوخته ( زمري اتم) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان بشري امانتي صندوق د اسلامي انکشافي بانک له لارې چې د ملک سلیمان د بشري مرستو د مرکز له خوا تمویلیږي د اضطراري مرستو د چمتو کولو له لارې دغه شمیر کسانو سره ۳.۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې مرسته شویو پیسو باندې د خوړو نړیوال پروګرام توانیدلی چې ارمنو کورنیو ته نږدې څلور زره ټنه خواړه د هغې له ډلې غني شوي د غنمو اوړه، نخود، غني شوي نباتي غوړي او مالګه چمتو کړي.
ددغې خبرپاڼې له مخې د خوړو نړیوال پروګرام په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بیو د ټیټیدو څخه په ګټې اخیستنې توانیدلی چې دمخه د اټکل شوې اندازې څخه زیات خوراکي توکي وپیري.
د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې دغه پروګرام په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ۶۰۰ زره ټنو خوړو او د ۱۸۹ میلیونو ډالرو نغدې مرستې کړې وې.
د هغو کسانو له ډلې چې تیرکال یې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې ترلاسه کړې وې ۹.۳ میلیونه ښځې او نجونې، نږدې ۱۱ میلیونه يې ماشومان او ۵.۸ میلونه یې معلولیت لرونکي کسان وو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ” اوچا” ویلي چې افغانستان د سخت بشري بحران د دوام سره مخامخ دی او په دې هیواد کې ۲۳.۷ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. په دې شمیر کې ۱۲.۴ میلیون کسان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخامخ دي او نږدې نیمايي نفوس شاوخوا ۴۸ فیصده د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي.