د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د المان۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړی دی.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو چې د ۱۶،۴ میلیونو ډالرو کېږي مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د المان نوې مرستې به د زیانمنونکو ټولنو د انعطاف او د افغان ښوونځیو زده کوونکو ته د تغذیې په برخه کې ولګول شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال څخه تر اوسه پورې له افغانستان سره د المان مرستې ۷۸ میلیونه یورو ته رسېدلې چې له ۸۳،۱ میلیون ډالرو سره برابرې دي.
په ورته وخت کې د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت د بحران د مدیریت، بیارغونې او انتقالي پراختیا د مرستو د څانګې مشرې کترینا سپیس وویل چې دغه هېواد د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په ټولنه او د ښوونځیو د ماشومانو په برخه کې پانګونه کوي.