Home » افغانستان » د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې هره میاشت شپږ میلیونه کسان بشري مرستې ترلاسه کوي

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې هره میاشت شپږ میلیونه کسان بشري مرستې ترلاسه کوي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي چې هره میاشت شپږ میلیونه افغانان خوراکي توکي او نغدې پیسې ترلاسه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې یادې مرستې د امریکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سویډن په مالي مرسته برابرېږي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې سږ کال به په افغانستان کې ۲۳٫۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې به شاوخوا ۱۵٫۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د دې خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳٫۰۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...