Home » افغانستان » د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډیبلیو اېف پي وايي، افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی. دغه سازمان لیکلي، تېره میاشت یې هغو کسانو ته چې د پلان له مخې یې باید د ژوند ژغورلو بشري مرستې ورکړې وای، له څلورو درې برخې کمې کړې دي.

په ورته وخت کې، د دغه سازمان مشر په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، که د خوړو برخه کې میلیاردونه ډالره مرسته ونه شي، د نړۍ ډېر هېوادونه به د خوړو له کړکېچ سره مخ شي.

ډېوېډ بېسلي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان څلور میلیونه اړمنو ته مرستې نیمايي راکمې کړې دي چې نوموړي د دې کار لامل د کافي پيسو نشتوالی یاد کړی دی.

د نوموړي په وینا اداره یي ان نشي کولی په افغانستان کې هغو خلکو ته ورسېږي چې له لوږې د ګواښ کچه یې لوړه ده او د هغه په ټکو دا دومره زړه بوږنونکی حالت دی چې که چېرې د ځمکې پر سر دوزخ وای، نو دې خلکو به پکې عملا ژوند کاوه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...