Home » افغانستان » د خوړلو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې له ۱۹میلیونه افغانانو سره مرسته کړې ده
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

د خوړلو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې له ۱۹میلیونه افغانانو سره مرسته کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې یې له ۱۹میلیون وګړو سره د خوراکي توکو او پیسو مرسته کړې ده.

یاد سازمان نن سه شنبې د سلواغې۲۴مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د پروسږ ۲۰۲۳کال په لړ کې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې یادې مرستې د ځایي اقتصاد د پیاوړتیا، د ماشومانو د غوره زده‌کړې او له خوارځواکي څخه د مخنیوني لپاره شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې چې په افغانستان کې له نیمو زیات هغه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې په وروستیو کې له پاکستان څخه رالېږل شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...