نن د جون ۷مه د خوندي خوړو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د دې لپاره نمانځل کېږي، چې د لوږې له امله رامنځته کېدونکي خطرونه تشخيص، ورته حل لارې پيدا او دغه راز د خلکو د روغتيا ښهوالي لپاره يې مخه ونيسي.
خو سږ کال دغه ورځ داسې مهال راځي، چې په افغانستان کې له نيمايي وګړو زيات هغه له لوږې سره مخ دي او له همدې کبله کافي خواړه نه لري.
د ملګرو ملتونو د راپورو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۱۹.۸ ميليونه کسان د لوږې له کرښې لاندې ژوند کوي. له دې سره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق هم موده وړاندې په خپل راپور کې ويلي و، چې په افغانستان کې د لوږې له زياتېدو سره ۱.۱ ميليون ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
دې ادارې پر مرستندويانو غږ کړی چې له عامو افغانانو سره بشري مرستې جاري وساتي څو په خبره يې په دې هېواد کې د لوږې له امله د احتمالي ناسمو عواقبو مخه ونيول شي.
خو دوې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان ټينګار وکړ، چې د افغانستان بشري وضعيت مهارولو لپاره دغلته د بشري اړتيا ته ځواب ويلو پلان په چوکاټ کې بايد پاتې ۳ مېليارده ډالر هم چمتوو شي.
دې سازمان ويلي، چې د ياد پلان په چوکاټ کې د مرستندويانو له لوري د ژمنه شوو پيسو يوازې يو پر درېيمه پرخه پيسې يې ترلاسه کړي دي.