Home » افغانستان » د خواړو نړیوال پروګرام: د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره ۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

د خواړو نړیوال پروګرام: د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره ۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د روان زېږیز کال په اوږدو ۱۲ هېوادونو او مرستندویه بنسټونو له افغان ولس سره نغدي او  د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د دغه پروګرام مسوولین زیاتوي، د افغانستان په اوسني وضعیت کې مېلیونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او په وینا یې د اړمنو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، دې بنسټ په زېږدیز روان کال کې د نوي زیلنډ، هند، سویلي کوریا، اروپايي ټولنې، د اسلامي پراختیايي بانک، ملګرو ملتونو او خصوصي مرستندویانو په ګډون له دولسو هېوادونو او بنسټونو مرستې ترلاسه کړې دي.

تر دې مخکې، د سرې میاشتې نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې ۲۰ مېلیونه کسان چې د ټول نفوس ۴۴ سلنه جوړوي، کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...