Home » افغانستان » د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ وروستۍ برخه جوړېږي

د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ وروستۍ برخه جوړېږي

د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د دویم فاز د څلورمې برخې د جوړولو قرارداد په دې وروستیو کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې او د «ګاما ګروپ» شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د ارګ د یوې اعلامیې له مخې، د دغه فاز کار به، چې ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ارګ زیاته کړې، چې دا د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ وروستۍ برخه ده، چې افغانستان به د ترکیې له لارې د ایران له مهمو سمندري بندرونو او اروپا سره ونښلوي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ به د منځنۍ او سوېلي اسيا ترمنځ د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد د زياتوالي او همداراز په فراه، نيمروز، هلمند او کندهار ولايتونو کې د اورګاډي د شبکې غځولو ته زمينه برابره کړي.

  د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لېږد په کم لګښت او وخت سره ترسره کېږي، چې د هېواد په بازارونو کې یې د بیې د راټیټېدو لامل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...