د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اتم د مارچ په مناسبت وویل چې د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو برخه ۱۸ سلنه کمه شوې.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یوه سروې تر سره کړې، په سروې کې ویل شوي چې د هېواد په نهو ولایتونو کې یوه خبریاله هم کار نه کوي.
د کمېټې یوې کارکونکې وحیده فیضي رسنیو ته ویلي چې دوی ټولو ولایتونو کې په ۹۰ فعالو رسنیو کې د ښځینه کار کوونکو د حضور په اړه سروې کړې ده.
نوموړې وايي سروې په دغه هیواد کې د خبریالانو د بد وضعیت په ډاګه کوي.
فیضي همدا راز زیاته کړه د ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۷۸ افغان مېرمنو د رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، چې دا شمېرې اوس ۱۳۷۷ ته راټیټه شوې ده.
د یادې کمېټې د معلوماتو په اساس په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې نسبت نورو ولایتونو ته زیاتو ښځينه خبریالانې کار کوي.
وحیده فیضي هغه ولایتونه په توګه کړه چې پکې د ښځینه خبریالانې کارکونکې نشته: غور، نیمروز، سرپل، لغمان، پروان، کاپیسا، ارزګان، میدان وردګ او لوګر هغه ولایتونه دي چې هېڅ ښځینه خبریاله پکې کار نه کوي.