د حماس مشر، یحیی سنوار (دوشنبې، د وږي ۲۶مه) اعلان وکړ چې په سیمه کې د ایراني متحدینو په ملاتړ داسې سرچینې په لاس کې لري چې په واسطه یې کولی شي د غزې په تړانګه کې اوږد مهاله جګړې ته دوام ورکړي.
د سنوار دا څرګندونې په داسې حال کې بیان شوې چې په غزه کې د حماس پر ضد د اسراییلو لخوا د برید شاوخوا یو کال کېږي.
سنوار له هغې وروسته د حماس رهبریت په غاړه واخیست چې د دې جنبش مشر، اسماعیل هنیه د جولای په ۳۱مه د ایران په پلازمینه تهران کې ووژل شو.
نوموړي ویلي: “موږ ځانونه یوې اوږد مهالې او ویجاړونکې جګړې ته تیار کړي دي.” دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د غزې د ژغورنې ډلې او روغتیایي کاروکوونکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اسراییلو لخوا د دوشنبې د برید له امله څه کم ۲۴کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انټونیو گوترش دوشنبې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې هېڅ شی نه شي کولی چې د فلسطین ډلیز مجازات توجیه کړي.