Home » افغانستان » د حقوق پوهانو ټولنې د دوحې غونډې ته د ښځو په نه وربلل کېدو خواشیني څرګنده کړه

د حقوق پوهانو ټولنې د دوحې غونډې ته د ښځو په نه وربلل کېدو خواشیني څرګنده کړه

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې د دوحې درېیمې غونډې ته د ښځو، مدني ټولنې او نورو فعالانو نه وربلل د خواشینۍ او اندېښنې وړ بللي دي.

دې ټولنې په یوه بیانیه کې ویلي: “د ملګرو ملتونو پرېکړه چې د دوحې غونډې ته یې د ا.ا د شرطونو د پوره کولو په خاطر ښځې نه دي وربللې، چې دا د افغان نارینه او ښځو له قانوني غوښتنو او د بشري حقونو له ټولو نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې دي.”

د حقوق پوهانو ټولنې ټینګار کړی، چې د دوحې په سرمشریزه کنفرانس کې د افغان ښځو فعال ګډون نه یوازې یو اخلاقي مکلفیت دی، بلکې یو حقوقي او اساسي مکلفیت هم دی.

د دې ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې ډول خبرو اترو کې د ښځو حضور نه یوازې دا چې په افغانستان کې د روانو شخړو د هواري لپاره هر اړخیزه او دوامداره حل لاره پیدا کوي، بلکې سیمه‌ییزه او نړیواله سوله او امنیت هم ټینګوي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان لپاره د هېوادونو د استازو درېیمه غونډه نن او سبا په دوحه کې جوړه شي.

د راپورونو له مخې، دې غونډه ته د ا.ا پلاوی هم ورغلی، د ښځو استازو او مدني فعالانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

په راپور کې ویل شوي چې مالي مسایل او له نشه یي توکو سره مبارزه د دوحې په غونډه کې د بحث وړ موضوعات دي. په داسې حال کې چې د بشري حقونو فعالانو ټینګار کړی چې بشري حقونو او د ښځو حقونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...