د اسراییل پر یوه پوځي هډه د حزبالله د بېپيلوټه الوتکو د یوه برید له امله څلور اسراییلي عسکر وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسراییلي پوځ نن (دوشنبې، د تلې ۲۳مه) ویلي چې برید د تلابیب په شمالي سیمه کې د بنیامینه ښار پر یوې پوځي اډې شوی چې په وینا یې دا یو خونړی برید و چې لسګونو کسانو ته پکې مرکژوبله اوښتې ده.
د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو ملي ادارې ویلي، د حزبالله په دغه برید کې ۶۷ اسراییلي پوځیان ټپيان شوي چې د ۷ کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان په جنوبي برخه کې د حزبالله او اسراییلي پوځیانو ځمکنۍ جګړه او پر لبنان د اسراییل هوایي بریدونه لا هم دوام لري.