جنوبي کوریا (سه شنبې، د مرغومې ۱۱مه) د دغه هېواد د تعلیق شوي ولسمشر «یون سوک یول» د نیولو حکم صادر کړی دی.
د جنوبي کوریا پارلمان څه موده مخکې نوموړی په هېواد کې د پوځي حکومت له اعلان وروسته استیضاح کړ او واکونه یې هم وځنډول شول.
د یاد خبر له خپرولو سره سم د «یون سوک یول» سلګونه پلویان د جنوبي کوریا له بیرغونو سره یو ځای د هغه د کور په مخکې راټول شول، هغوی دغه حکم «غیر قانوني او بې باوره» وباله او ویلي یې دي چې د هغه د لغوه کولو لپاره قضیه ثبتوي.
د ویلو ده چې د جنوبي کوریا ولسمشر څه موده وړاندې پوځي حکومت اعلان کړ او ځانګړي ځواکونه یې د پارلمان ودانۍ ته واستول، خو پارلمان هغه استیضاح کړ او واکونه یې وځنډول شول، د جنوبي کوریا ولسمشر دا مهال د «خیانت په تور» تر څېړنې لاندې دی او ممنوع الخروج هم اعلان شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د یو برحاله ولسمشر د نیولو حکم ورکول کېږي.