ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې جمعي امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې د ناامنۍ څپه د منځنۍ اسيا او په ځانګړې توګه د يادو تړون غړو هېودونو لپاره د خطر زنګ دی.
د دې تړون غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې ټينګار شوی، چې له افغانستان سره پر سرحدي سيمو بايد تمرکز زيات شي، څو په خبره يې پر وخت د احتمالي خطرونو مخنيوی وشي.
د قراقستان ولسمشر قسيم جومرت توکايف دې غونډې ته ويلي، چې په افغانستان کې ناامني کولی شي چې د جمعي امنيت غړو هېوادونو امنيت هم له خطر سره مخ کړي.
نوموړي زياته کړې، چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو فعاليت د جمعي امنيت تړو غړو هېوادونو لپاره خطرناک دی او له همدې کبله دې د منځنۍ اسيا هېوادونو پر هغو نقطو تمرکز زيات شي، چې له افغانستان سره پوله لري.
له دې وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم له افغانستان سره د سرحدي سيمو پر امنيت اندېښنه ښودلې وه. دواړو مشرانو ټينګار کړی و چې د احتمالي تهديد د رفعه کولو په موخه به په پوله کې خپلې وړتياوې زياتې کړي.