Home » افغانستان » د جرمونو نړيواله محکمه په افغانستان کې ترسره شوي جنګي جرمونه څېړي

د جرمونو نړيواله محکمه په افغانستان کې ترسره شوي جنګي جرمونه څېړي

د جرمونو نړيوالې محکمې يا ICC امر کړی، چې په افغانستان کې د ترسره شوو جرمونو په اړه څېړنې پيل او پايله دې يې علني شي.

د يادې محکمې قاضيانو د دې امر له صادرولو سره سم ويلي، چې دا مهال په افغانستان کې واکمن سرپرست حکومت د ادعا شوو جرمونو په څېړلو کې ريښتينی عمل نه کوي او له همدې کبله اړتيا ده چې د جرمونو نړيواله محکمه په دې اړه څېړنې وکړي.

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ترسره شوو جرمونو د څېړلو قضيه به د جرمونو نړيوالې محکمې قاضي کريم خان له لوري پر مخ يووړل شي. نوموړي په افغانستان کې د سياسي بدلون په لومړيو کې هم د نوموړې محکمې له قاضيانو غوښتي وو، چې په افغانستان کې لا هم جرمونه دوام لري او اجازه دې ورکړي چې ياد جرمونه وڅېړل شي.

نوموړي ټينګار کړی و، غواړي چې د طالبانو او داعش ډلې له لوري په افغانستان کې د ټولو ترسره شوو جرمونو په اړه څېړنې پيل کړي.

په تېر ۲۰۱۷ زېږديز کال کې هم په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو غوښتنه شوې. هغه مهال د طالبانو په ګډون د وخت امنيتي او دفاعي ځواکونه او بهرني ځواکونه په بشر ضد جنايتونو کې د ښکېلو احتمالي ډلو په توګه ياد شوي وو.

خو د جرمونو نړيوالې ادارې له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې چې پرون دوشنبه د (لړم په ۹مه) يې خپور کړی ويل شوي، چې په نوو څېړنو کې به هغه جرمونه شامل وي چې د طالبانو او داعش ډلو له لوري ترسره شوي دي.

 د دې محکمې رئيس پيوټر هوفمنسکي ويلي، چې دولتونه دې د جنګي جرمنو د شکمنو عاملانو په نيولو کې پوره همکاري وکړي او په خبره يې دا ځکه، چې د جرمونو نړيواله محکمه معافيت نه شي زغملی.

هغه ويلي چې د معافيت پر وړاندې مبارزه يې خورا جدي کړې او د معافيت په موخه نه شي کولی چې له خپلو پرېکړو او څېړنو په شا شي.

يادې محکمې داسې مهال په افغانستان کې د جرمونو د څېړلو امر کړی، چې دامهال د افغانستان پر سرپرست حکومت د بشري حقونو د نقض او دغه راز د خلکو او مخکينيو نظاميانو د ځورولو او وژل ادعا شوې ده.

خو سرپرست حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړي او ټينګار يې کړی، چې اوس مهال په افغانستان کې د ټولو خلکو د سر او مال امنيت خوندي دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...