Home » افغانستان » د جرمني دفاع وزیره:هغو افغانانو ته پناه ورکوو چې موږ سره یې کار کړی
رویداد خبري آژانس

د جرمني دفاع وزیره:هغو افغانانو ته پناه ورکوو چې موږ سره یې کار کړی

د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارنباور له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له الماني ځواکونو سره کار کړی دی.

انګریت کرامپ کارنباور له ډي‌پي‌اې اژانس سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې جرمني له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، برلین یوه بله مهمه دنده هم پر غاړه لري او هغه دا ده چې دغه هېواد باید د هغو کسانو ساتنه وکړي چې له جرمني ځواکونو سره د مرستې له امله یې اوس ژوند له ګواښ سره مخ دی.

نوموړې ټینګار کړی دی چې المان د خپلو سیمه ییزو کارکوونکو مرستې ته چمتو ده او ډېر ژر به په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا او ناټو د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو خبره کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...