Home » اقتصادی » د تیلو د استخراج تړون له چینايي شرکت سره لاسلیک شو

د تیلو د استخراج تړون له چینايي شرکت سره لاسلیک شو

د کانونو او پترولیم وزارت وايي،‌ د سي پي ای آی سي په نامه له یوه چینايي شرکت سره یې د آمو نفتي حوزې د تیلو استخراج تړون لاسلیک کړی دی.

دغه تړون پرون پنجشنبه د جنورۍ په پنځمه افغانستان کې د چین سفیر او یو شمېر طالب چاوراکو په ګډون په کابل کې لاسلیک شوی دی.

د کانونو او پترولیم وزارت وايي،‌د تېلو دغه زیرمې د افغانستان په دریو شمالي ولایتونو، سرپل، جوزجان او فاریاب کې پېژندل شوي چې ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، په یادو ساحو کې تر اوسه د ۴ نیم زره کیلو متره مربع تیلو زېرمې پېژندل شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...