د امریکا پارلمان د ډموکراټ ګوند یو قانون جوړونکي په ښکاره توګه له جو بایډن څخه غوښتي په خپله د ډموکراټانو د نوماند په توګه د نومبر له ټاکنو پر شا شي.
د تګزاس استازي لویډ ډاګټ پرون (سېشنبې، چنګاښ ۱۲مه) ویلي چې ولسمشر بایډن له پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ سره په مناظره کې له خپلو پرلپسې لاستهراوړنو په ګټوره توګه دفاع نه ده کړې.
ډاګټ همداراز ویلي چې د ډونالډ ټرمپ پر خلاف «د بایډن لومړنۍ ژمنه تل زموږ د هېواد لپاره وه، نه د ځان لپاره. هیله مند یم چې د پر شا کېدلو لپاره هغه ستونزمنه او دردونکې پرېکړه وکړي، زه په درناوي له ولسمشر بایډن غواړم چې دا کار وکړي.»
له دې وړاندې یو شمېر ډموکراټو مشرانو د پنجشنبې له مناظرې وروسته له بایډن څخه ملاتړ وکړ.
د امریکا پخواني ولسمشر، بارک اوباما په خپله اېکس پاڼه دا مناظره بده وبلله او ویلي یې دي چې بایډن د دویم ځل ولسمشر کېدو لپاره ښه ټاکنه ده.
پر اوباما سربېره ډېری ډموکراټ قانون جوړونکو له بایډن څخه ملاتړ کړی او ټینګار کوي چې د مناظرې په جریان کې یوه کمزورې کړنه د هغه د نوماندۍ د پای ټکی نه دی.