د تونس ولسمشر د سیاسي بحران د زیاتېدو په لړ کې لومړی وزیر هاشم المیشیشي له دندې ګوښه او پارلمان منحل کړ چې د ده سیاسي مخالفانو دغه کار کودتا بللې ده.
د تونس ولسمشر قیس سعید، پرون د یکشنبې په ورځ (د زمري ۳مه نېټه) په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د نوي صدراعظم په مرسته به خپل اجرائیه صلاحیت ته دوام ورکوي.
تر دې اقدام څو ساعته مخکې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې مظاهرهچیانو د حکومت د استعفا او د پارلمان د منحلېدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر سعید ویلي، د ده د اقداماتو هدف د تونس خوندیتوب او د اساسي قانون په چوکاټ کې د هغوی دفاع ده.
په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران، انفلاسیون او په کرونا ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له کبله پر حکومت د خلکو غوسه زیاته شوې ده.