نګرهار کې ځايي چارواکي وايي له پاکستاني ځواکونو سره د تېرې چارشنبې ورځې تر نښتې وروسته نن (شنبه، سپتمبر ۹مه) څلورمه ورځ هم تورخم دروازه د هر ډول مسافرو او ترانزیت پر مخ د پاکستان له لوري بنده ده.
دغو چارواکو له خلکو غوښتي چې تورخم ته د سفر کولو هڅه دې نه کوي.
بله خوا، اسلام اباد کې سرپرست سفیر سردار احمد شکیب ویلي، د تورخم دروازې بندېدو په تړاو یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، شکیب د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د تورخم دروازې د بندېدو په اړه غږېدلی او د دروازې بندېدل یې د دواړو هېوادونو په زیان بللي دي.
ویل شوي چې اصف دراني ډاډ ورکړی، دوی به هڅه کوي چې پاکستاني چارواکي قانع کړي د تورخم دروازه د عام تګ-راتګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیزي.
د تورخم دروازې تر بندېدو وروسته، د افغانستان کرنیز محصولات د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.