Home » افغانستان » د تورخم لاره له څلور ورځني ځنډ وروسته خلاصه شوه

د تورخم لاره له څلور ورځني ځنډ وروسته خلاصه شوه

د ننګرهار مسوولان وایي چې د تورخم لاره له څلور ورځني ځنډ وروسته د مسافرانو د تګ راتګ او د باربري موټرو پرمخ خلاصه شوې ده.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند، عبدالبصیر زابلي ویلي چې دا لاره نن ( پنجشنبې، د زمري ۲۵مه) د سهار ۸:۰۰ بجې د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.

زابلي زیاته کړې ده دا پوله د پاکستاني چارواکو او د تورخم کمیسار، عبدالجبار حکمت له خبرو وروسته خلاصه شوې ده.

یاده لاره څلور ورځې وړاندې د پاکستاني او ا.ا د ځواکونو ترمنځ د برید له امله بنده شوې ده، د ا.ا مسوولینو ویلي چې پاکستان دا لاره بنده کړې وه.

د تورخم لاره د هېواد له لویو لارو څخه ده خو په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته څو ځله د پاکستاني او ا.ا پوله ساتونکو د نښتې له امله بنده شوې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...