باختر اژانس د ننګرهار په تورخم کې د ځایي حکومتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه نن (چهارشنبه، د زمري ۳مه) د پاکستان له لوري د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې پاکستاني عسکر هېڅ ویزه لرونکي افغان وګړو ته اجازه نه ورکوي، چې د تورخم پر دروازه هغې غاړې ته لاړ شي او یا له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شي.
د راپور له مخې تر اوسه د یادې دروازې د تړل کېدو لامل څرګند نه دی چې ولې پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه د خلکو پرمخ تړل شوې ده.
د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم د تورخم دروازه څو ځلې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د ناندریو او نښتو له امله تړل شوې وه.