Home » افغانستان » د تهران په پوهنتون کې د افغان محصلانو بورسونه زیات شوي دي

د تهران په پوهنتون کې د افغان محصلانو بورسونه زیات شوي دي

د ایرنا خبري اژانس د راپور له‌مخې ایران د تهران په پوهنتون کې د افغان زدکړیالانو بورسونه پنځه برابره زیات کړي دي. د راپور پر بنسټ سږکال د دې بورسونو لپاره د ایران حکومت شل میلیارډه تومان ځانګړي کړي دي.

د تهران پوهنتون رئیس سید محمد مقیمي وایي چې، د تهران پوهنتون په افغانستان کې له زده‌کړو د محرومو شویو نجونو منلو ته چمتو دی.

مقیمي د سې‌شنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، په پوهنتون کې د منلو شرط دا دی چې د افغان نجونو علمي سطحه او تحصلي سوابق د تهران د پوهنتون په کچه وي.

د لوړو زده کړو وزارت تېره میلادي میاشت دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ تر ثاني امر پورې بندیز ولګاوه.

پر دې پرېکړې نړیوالو او د افغانستان دننه خلکو سخت غبرګون څرګند کړ.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...