د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د پروازونو له پیلېدو سره سم لومړنۍ الوتکه د تل ابیب له بین ګورین هوايي ډګره څخه پورته شوه. دا له هغې درې اوونۍ وروسته ده چې دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کولو لپاره تاریخي معاهده اعلان کړه.
پرون د ال اسراییلي هوايي کرښې دا الوتکه ابوظهبي ته پرواز کوي او پکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم او لوړپوړی سلاکار جیریډ کشنر، د اسراییلو د ملي امنیت سلاکار مییر بن شبات په ګډون د اسراییلو او امریکايي چارواکيو پلاوی ناست ول.
دوی به په ابوظهبي کې له چارواکیو سره د اسراییل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د همکاری په موضوع د خبرو لپاره ملاقات وکړ.
خو د اسراییلو او اماراتو تر منځ د پرونۍ رسمي دیپلوماتیکو اړیکو پیلیدو سره هممهاله په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې په دوو بیلو رستورانتونو کې چاودنې شوې دي، الجزیرې تلویزیون ویلي چې ننیو پیښو کې درې تنه وژل شوي دي، خلیج ټایمز هم پیښې تایید کړې او په تړاو یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

متحده عربي اماراتو د اګست پر ۱۳ اعلان کړی وو چې د امریکا ملاتړ لرونکې موافقې له مخې له اسراییل سره بشپړې ډیپلومیټکي اړیکي جوړوي. په دې تړون کې د اسراییلو تر ولکې لاندې لوېدیځې غاړې د ځینو برخو په هغه هېواد د یوځای کولو پلان ځنډولو په اړه د تل ابیب ژمنې هم شاملي دي.