ترکي رسنیو د یاد هېواد د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې یونان ته په غیرقانوني توګه روان ۸۵ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي دي.
د ترکیې رسنیو سه شنبې د سلواغې ۱۷مه راپور ورکړی، چې د یاد هېواد سرحدي مسوولینو ۸۵ پناه غوښتونکي افغانان، چې یونان ته یې د تګ اراده لرله، په مانیسا او چاناک قلعه ښارونو کې نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې د نیول شوو کسانو په منځ کې دوه ترکیان هم د انسان د قاچاق په تور نیول شوي دي.
ترکي پولیسو ویلي چې یاد پناه غوښتونکي د مانیسا او چاناک ښارونو ساتنځایونو ته لېږل شوي چې د قانوني مراحلو له تېرولو وروسته به له هېواد څخه وایستل شي.
د ویلو ده چې د ترکیې دولت په دې وروستیو کې د غیر قانوني پناه غوښتونکو افغانانو نیول زیات کړي، چې په پایله کې یې په زرګونه افغانان له ترکیې بهر کړي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېر له مخې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې شاوخوا ۶۸زره او ۶۸۷ کډوال په ټوله ترکیه کې نیول شوي دي او له یاد هېواد څخه ایستل شوي دي.