Home » سیمه او نړی » د ترکیې پارلمان په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب لپاره هواره کړه
Turkish lawmakers vote in favor of Finland's bid to join NATO late Thursday, March 30, 2023, at the parliament in Ankara, Turkey. All 276 lawmakers present voted unanimously in favor of Finland's bid, days after Hungary's parliament also endorsed Helsinki's accession.(AP Photo/Burhan Ozbilici)

د ترکیې پارلمان په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب لپاره هواره کړه

له دې سره په دې غربي پوځي ايتلاف کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ په وړاندې د اوږدې مودې خنډ لیرې کړای شو.

د ترکیې د پارلمان ټولو ۲۷۶ حاضرو غړو د فنلنډ په پلوي رایه ورکړه. تر دې څو ورځې مخکې د هنګري پارلمان هم ورته مثبته رایه ورکړې وه.

د دې لپاره چې په ناټو کې نوی هېواد د غړي په توګه ورزیات شي، د دې تړون د دېرشو غړو د رایو اتفاق ته اړتیا ده.

ترکیه او هنګري د ناټو دوه وروستي غړي هېوادونه وو، چې په دې تړون کې یې باید د فنلنډ غړیتوب ته رایه ورکړي وای.

په ناټو کې د سویډن د غړیتوب موضوع لا هم لاینحله پاتې ده، چې هم ترکیه او هم هنګري د شنه څراغ ښوولو په برخه کې له ځانه مقاومت ښيي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...