د امریکا غږ انګلیسي د راپور له مخې طالبان غواړي چې د ترکیې ناسته د نورو نړیوالو غونډې په څېر لنډه وي او پر مهمو مسایلو دې پرېکړې نه پکې کېږي.
یوې طالب سرچینې ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي خو خپل شرایط یې هم وړاندې کړي دي.
د سرچینې په خبره طالبان نه غواړي چې په دې ناسته کې دې د مهمو او یا کړکیچنو موضوعاتو په اړه کومه پرېکړه وشي، غونډه دې تر درېیو ورځو نه اوږدېږي او د طالبانو لوړپوړي کسان به په دې غونډه کې ګډون نه کوي او غونډه دې په ټېټه کچه وي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر ویلي وو چې د استانبول غونډه به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي او د دواړو لورو لوړپوړي مشران به مخامخ خپلې ستونزې مطرح کوي.
خو د طالبانو نوې څرګندونې ښيي چې دا غونډه به هم د نورو نړیوالو غونډو په څېر سمبولیکه او کم اغېزې وي.