د ترکیې د دفاع وزیر حلوسي اکار وایي که افغان حکومت ورسره موافقه وکړي هېواد یې چمتو دی چې د کابل هوایي ډګر د مدیریت مسولیت واخلي.
اکار دا څرګندونې پرون د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وکړې.
په انقره کې د افغانستان د سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې د دفاع وزیر د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره هم چمتوالی ښودلی دی.
ترکیه غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کنټرول مسولیت واخلي.
خو وسله والو طالبانو ورسره کلک مخالفت وښود.
د وسله والو طالبانو له مخالفت وروسته ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان وویل چې په دې اړه له ښکېلو خواوو سره خبرې کوي، خو تر اوسه د کومې وروستۍ پرېکړې څرک نه لګېږي.