Home » افغانستان » د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو ویزو د معافیت تړون لغوه شو

د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو ویزو د معافیت تړون لغوه شو

ترکيې د روان کال د جون له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره د ډيپلوماتيکو ويزو د معافيت تړون وځنډاوه.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دا پرېکړه به د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د امر پر بنسټ د روان کال د جون له لومړۍ نېټې عملي شي.

د دغه امر له مخې، هغه کسان چې د افغانستان او ترکیې سیاسي پاسپورټونه لري، دغو هېوادونو ته د سفر لپاره ویزې ته اړتیا لري.

د ویلو ده، چې یاد تړون په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شوی و.

د راپورونو له مخې، د دغه تړون ځنډول به افغانستان ته د ترکیې د کډوالو د چارو د ادارې د یوه پلاوي تر سفر لږ وروسته وشي.

دغه پلاوي د روانې مياشتې په پيل کې افغانستان ته سفر وکړ او د ا.ا له چارواکو سره يې ترکيې ته د افغانانو د غیر قانوني کډوالۍ او د غیر قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه خبرې وکړې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام اباد کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې ۲۰۰ افغانان نیول شوي

د پاکستان په پلازمینه اسلام ...