عراقي رسنيو راپور ورکړی، چې د ترکي ځواکونو له لوري د يکشنبې په ورځ د عراق او سوريې پر کرد مېشتو سيمو د هوايي بريدونو له امله، لږ تر لږه ۱۵ سوريايي سرتېري وژل شوي دي.
د عراق «روداو» ټلوېزيون په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې دا هوايي بريدونه په حلب، رقه او حسکه ولايتونو کې چې په کې مېشت اکثريت وګړي يې کردان دي، شوي دي.
د راپور له مخې، په دې بريدونو کې د سوريې هغه سرتېري وژل شوي، چې په تېره جون مياشت کې يادو سيمو ته د ترکيې احتمالي بريدونو د دفعه کولو په موخه لېږل شوي وو.
خو د ترکيې دفاع وزارت پرون يکشنبه له دې بريدونو وروسته اعلان وکړ، چې دا بريدونه يې د خپلې دفاع په موخه د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کې کړي دي.
د ترکيې دفاع وزارت زياته کړې، چې د عراق او سوريې په يادو کرد مېشتو سيمو کې وسلهوال مخالفان پټنځايونه لري او دا پټنځايونه د ترکيې ملي امنيت ته ګواښ دي.