پرون شنبه د (کب په ۲۱مه) د ترکمنستان خلک په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو په موخه، د رايې ورکولو مرکزونو ته را ووتل.
د دغه هېواد د ټاکنو مرکزي کمېسيون ويلي، چې د رايې ورکولو بهير د شنبې تر ناوخت پورې دوام درلود او په ترڅ کې يې پر شرايطو برابر ۳.۴ ميليونه کسانو رايه کارولې ده.
د ترکمنستان په دې ولسمشريزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د زوی سردار محمدوف په ګډون ۹تنه نوماندان دي.
په ترکمنستان کې په عامه توګه داسې انګېرل کېږي چې ولسمشر قربان قلي محمدوف ښايي د يادو ټاکنو د ترسره کولو له لارې واک خپل زوی سردار محمدوف ته ولېږدوي؛ ځکه د ترسره شوو ولسمشريزو ټاکنو ټول نوماندان د اوسني ولسمشر موافق کسان دي.
ولسمشر قربان قلي بردي محمد د تېرې فيبروري په ۱۱مه د خپل هېواد مشرانو جرګې ته ويلي و چې غواړي واک نورو ځوانو رهبرانو ته ولېږدوي او خپله ترې لاس په سر شي.