Home » افغانستان » د تخار خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ١٤ سرتېري وژل شوي
رویداد خبري آژانس

د تخار خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ١٤ سرتېري وژل شوي

وسله والو طالبانو د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۱۴ افغان سرتېري وژلي دي. د راپورونو له مخې طالبانو تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې پر ځايي پولیسو او پاڅونوالو برید کړی دی او دې جګړې دوه نیم ساعته ادامه کړې ده.

راپورونه وایي چې طالبانو په دې برید کې له پرمختللو وسلو استفاده کړې ده،

یو سرحدي پولیس او دیارلس پاڅونوال یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وایي سیمې ته مرستندویه ځواکونه هم رسېدلي دي خو طالبانو په جګړه کې له لایزري او پرمختللو وسلو استفاده کړې ده چې له امله یې ډېر تلفات اوښتي دي.

نوموړی په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو د پيلېدو خبر هم ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...