Home » سیمه او نړی » د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ‘ټاکنو کې د درغلیو’ پر ضد لاریون کړی

د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ‘ټاکنو کې د درغلیو’ پر ضد لاریون کړی

وروسته له هغې چې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې یو ځايي چارواکي په ټاکنو کې په درغلیو اعتراف وکړ او له خپلې دندې یې استعفا وکړه، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وکړل.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې یو شمېر نورو ګوندونو هم په لاریونونو کې ګډون کړی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې لارې تړلې دي.

په راولپنډۍ کې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون کمېشنر، لیاقت علي ویلي، چې دی او د دغه کمېسیون څو نور چارواکي په درغلیو کې ښکېل دي.

تر دې مخکې د جماعت اسلام ګوند نوماند، حافظ نعیم الرحمن هم ویلي وو، چې په ټاکنو کې د ده په ګټه درغلۍ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلماني ټاکنې د فبرورۍ په ۸مه ترسره شوې او تر اوسه په دغه هېواد کې کوم نوی حکومت نه دی جوړ شوی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...