ځينو هندي رسنيو راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د روانې جولای په ۲۵مه او ۲۶مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه د سيمې هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ګډه ناسته ترسره شي.
د رسنيو د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې هند ګډون کولو ته چمتوو دی. يادو هندي رسنيو ويلي، چې هند دا غونډه له دې کبله مهمه ده چې په افغانستان کې د طالبانو له دويم ځل واکمنېدو يو کال تېرېږي.
په دې غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان سرپرست حکومت مسوولانو ته هم بلنه ورکړل او د ازبکستان بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د وضاحت په توګه ويلي، چې طالبانو ته د بلنې ورکول د يادې ډلې د رسميت پېژندو په مانا نه دي.
د افغانستان په اړه د تاشکند راتلونکې جوړېدونکې ناسته کې ټاکل شوې د سيمې هېوادونو په شمول شل هېوادونه او څو نړيوال سازمانونه برخه ولري.
په دې غونډه کې به د ګډونوالو هېوادونو او د نړيوالو سازمانونو استازي به د افغانستان پر اوسني امنيتي او اقتصادي وضعيت بحث او خبرې وکړي.