Home » افغانستان » د بې پولې خبریالانو ټولنه:امریکا دې هغه افغان خبریالان چې ژوند یې خطر کې دی وباسي
رویداد خبري آژانس

د بې پولې خبریالانو ټولنه:امریکا دې هغه افغان خبریالان چې ژوند یې خطر کې دی وباسي

د بې پولې خبریالانو ټولنې له امریکا غوښتي چې هغه افغان خبریالان چې ژوند په خطر کې دی له افغانستانه وباسي.

د یادې ټولنې مشر کریسټوف ډیلویر په یوه بیان کې وویل، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کې یوازې د خپلو اتباعو او پخوانیو کار کوونکو ایستلو ته ډېره اندیښنه لري چې د ده په وینا دې کار د نورو کسانو چې ژوند یې په خطر کې دی او د ایستلو مستحق دي، د ایستلو پروسه له خنډ سره مخامخ کړې ده.

هغه وویل، په لسګونو کسانو ورڅخه له افغانستانه د سمدستي ایستلو غوښتنه کړې چې ستونزه د ویزو یا په الوتنو کې د سیټونو نه ده، بلکې ستونزه دا ده چې دوی نه شي کولای ترالوتکو پورې ورسېږي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د دغو خبریالانو د ایستلو لپاره ځانګړې پروګرام جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب ځواکونو دوې ورځې وړاندې د رويداد خبري اژانس د خبرونو مسوول احسان‌الله احسان په کابل کې د عامه نظم په اړه د راپور چمتوو کولو پرمهال لومړی وهلی او بيا يې له ځان سره وړی دی.

يادو ځواکونو له دوه ورځني بند وروسته احسان بېرته پرېښی او نوموړی دامهال له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.

د خبريالانو مدافع بنسټونو د نوموړي پر وهل کېدو او بندي کېدو خواشيني ښودلې او له نوي حکومت يې غوښتي چې د خبريالانو پر وړاندې نرمۍ کار واخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...