د بېل او ملیندا ګیټس بنسټ د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ له منځه وړلو او د لومړني روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د یو پروګرام د پیلولو خبر ورکړی دی.
د بېل او ملیندا ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیا څانګې مشر کریس الیاس، له ګلف ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې چې پرون (دوشنبې، د مرغومي ۲۴مه) خپره شوه، وویل چې دغه پروګرام به د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې پيل شي.
نوموړي زیاته کړه: “د ګیټس بنسټ او د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان حکومتونه د افغانستان د لومړني روغتیايي سیسټم د ملاتړ لپاره د اړتیا وړ مالي منابع د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې برابروي.”
د ویلو ده چې دغه پروګرام به د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي.
دا په داسې حال کې ده چي افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا پکې له منځه نه دی تللی.