Home » افغانستان » د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې بند پاتې ګډوالو يوه برخه يې افغانان دي

د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې بند پاتې ګډوالو يوه برخه يې افغانان دي

پولنډ له بلاروس سره پر پوله دې هېواد ته د ګډوالو له ور اوښتو د مخنيوي په موخه د سرتېرو شمېر زيات کړی دی او دا مهال په د دواړو هېوادونو ترمنخ ۲ زره ګډوال چې غواړي پولنډ ته واوړي، په پوله کې بند پاتې دي.

ځينو نړيوالو رسنيو راپور ورکړی چې په يادو کډوالو کې يو شمېر يې افغان وګړي دي. بي‌بي‌سي که څه هم په دې اړه دا نه ويلي چې په يادو کډوالو کې په کوم شمېر افغان وګړي موجود دي، خو کښلي يې دي چې دا افغان وګړي هم د پولنډ او بلاروس ترمنځ پوله کې بند پاتې دي.

پولنډ د کډوالو په قضيه کې بلاروس ګرموي چې غواړي له خپلو پولو کډوال د پولنډ خواته ور تېر کړي، خو بلاروس بيا پولنډ تورنوي چې ځواکونه يې له کډوالو سره تاوتريخوالی کوي.

پولنډ دغه راز په ياده مسئله کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم تورن کړی چې ګواکې اروپا ته د بلاروس له لارې د کډوالو د ور تېرېدو په تړاو هڅې دکتې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...