Home » افغانستان » د بین الافغاني خبرو لپاره طالبانو خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړ
رویداد خبري آژانس

د بین الافغاني خبرو لپاره طالبانو خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړ

د سولې خبرو لپاره وسله والو طالبانو پرون ماښام خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړل.

د طالبانو پلاوی یو ویشت غړي لري چې مشري به یې مولوي عبدالحکیم کوي.شیر محمد عباس ستانکزی د دغه پلاوي مرستیال او محمد نعیم وردګ د سیاسي دفتر ویاند په توګه غوره شوی.

بل لور ته د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی له پاکستان بېرته قطر ته ستون شوی.

دغه پلاوي شاوخوا لس ورځې په پاکستان کې تېري کړې، چې له دوه غړو پرته نور ټول یې دوحې ته رسېدلي دي.

باور کېږي، چې طالبانو په کویټه کې له خپلو مشرانو سره مهمې پرېکړې کړي چې څنګه کېدای شي د سولې پروسې په اړه تصمیم ونیسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...