د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د تماس ډلو پرون دوشنبه د راتلونکو غونډو پر موادو او اجنډاوو توافق کړی دی او پر دې بحثونه شوي چې مذاکرات باید څه ډول مخ ته یووړل شي.
بلخوا د افغان پلاوي غړی متین بیګ بیا وایي چې د سولې لپاره خورا هیله من دی او په خبره یې مذاکرات ډېر ښه روان دي.
هغه وایي خبرې او د مذاکراتو روحیه خورا هیله بښونکې ده او ټاکل شوې چې نن سه شنبه د سپتمبر ۱۵(وږي ۲۵) هم طالبان او افغان پلاوی مذاکراتو ته ادامه ورکړي.
متین بیګ وایي د مذاکراتو پر ټولو تخنیکي مواردو توافق شوی دی او پر اوربند به هم په مذاکراتو کې بحث کېږي.
هغه وایي د افغان پلاوي تر ټولو ستره غوښتنه اوربند دی او د بحثونو په جریان کې به پر اوربند ډېر ټینګار کېږي.