Home » سیمه او نړی » د بیلاروس حکومت اپوزیسیون: ښايي ‘ماکسیم زناک’ نیول شوی وي
رویداد خبري آژانس

د بیلاروس حکومت اپوزیسیون: ښايي ‘ماکسیم زناک’ نیول شوی وي

په بیلاروس کې داپوزیسیون د تنظیمولو مسئولین وايي، داسې معلومېږي چې په بیلاروس کې د هغوی وروستی ازاد ملګری ماکسیم زناک هم نیول شوی دی.

د زناک ملګرو، توت ته چې په روسي ژپه خپرونې کوي ویلي چې زناک باید نن د انټرنېټ له لارې یوه مرکه ورکړې وای خو نه دی حاضر شوی او دوی ګومان کوي چې حکومت نیولی دی.

د الکساندر لوکاشینکا ځواکونو په بیلاروس کې د اپوزیسیون پر پلویانو سخت بندیز لګولی چې په زور د وګړو نیول او د هغوي ډيپورت یا له بیلاروسه ایستل هم په کې شاملېږي.

په بیلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست انتخابات وشول چې الکساندر لوکاشینکا په کې بریالی وګڼل شو خو زرګونه کسان له هغه راهیسې لاریونونه کوي او انتخابات له درغلیو ډک بولي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...